CRI Online

په چين کې د ګړندو سړکونو اوږدوالی له ۱۴۰۰۰۰ کيلومترو څخه اوښتی

cri     (GMT+08:00) 2018-12-29 16:24:13

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ډسمبر په ۲۸ مه نېټه د چين په ګوانګ دونګ ولايت کې نور دوه نوي جوړ شوي ګړندي سړکونه ګټې اخيستلو ته وسپارل شول چې له دې سره په چين کې د پرانيستل شويو ګړندو سړکونو اوږدوالی له ۱۴۰۰۰۰ کيلومترو څخه اوښتی دی.

د اړوندو معلوماتو له مخې، سږکال په چين کې د باربرۍ چارو سربيه کمه شوې او ترافيکي بنسټيز تأسيسات لا بشپړ شوي دي. په ۲۰۱۸ کال کې ۸۶۰۰۰ کيلومتره نوي سړکونه پرانيستل شوي دي چې پکې ۶۰۰۰ کيلومتره ګړندي سړکونه شامل دي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای