CRI Online

د چين مېډيا ګروپ د دغه هېواد د لومړني 5G نوي مېډيايي پلاټفورم د جوړولو کارونه پيل کړل

cri     (GMT+08:00) 2018-12-29 16:29:23


د چين د مېډيا ګروپ رئيس شن های شيونګ د وينا په ترڅ کې

د چين مېډيا ګروپ د ډسمبر په ۲۸ مه نېټه د چين له هوا وې تکنالوژي شرکت او دريو لويو مخابراتي شرکتونو يعنې چاينا تليکم (China Telecom)، چاينا موبايل (China Mobile) او چاينا يونيکم (China Unicom) سره د دغه هېواد د لومړني 5G نوي مېډيايي پلاټفورم د جوړولو په اړه د همکارۍ چوکاټي تړون لاسليک کړ.

د ياد تړون له مخې به د چين د مېډيا ګروپ او يادو څلورو شرکتونو په ګډې همکارۍ سره يو 5G لابراتوار جوړ شي چې د 5G تخنيک په استفادې سره د 4K Ultra HD ويډيوګانو لېږل اصلاح او پياوړی شي. له دې مخکې د چين مېډيا ګروپ او يادو څلورو شرکتونو په بريالۍ توګه د دريو مياشتو لپاره د ويډيوګانو د لېږلو په برخه کې 5G تخنيک ازمويلی و.

5G په نړۍ کې تر ټولو پرمختللی مخابراتي تخنيک بلل کيږي.د دغه ډول تخنيک انتقالوونکی موثريت ډېر لوړ او ظرفيت يې ډېر زيات دی او استفاده به يې په مېډيايي چارو کې د چټک پرمختګ سبب شي.(زرينه)

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای