CRI Online

د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير وانګ يي د شانګهای همکارۍ سازمان له سرمنشي رشيد اليموف سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-12-29 16:34:52

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير وانګ يي د ډسمبر په ۲۸ مه نېټه په جونګ نان های کې د شانګهای همکارۍ سازمان له سرمنشي رشيد اليموف سره چې څه وخت وروسته به يې ماموريت پای ته ورسيږي، وکتل .

وانګ يي په دغه کتنه کې اليموف ته وويل، ستاسو د ماموريت په درې کلنۍ موده کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو شمېر په لومړي ځل زيات شوی، د چين په چينګ داو ښار کې د دغه سازمان سرمشريزه غونډه په برياليتوب سره ترسره شوې او دغه سازمان نوي پرمختيايي پړاو ته ننوتلی دی.چين د دغه سازمان په راتلونکي پوره باور لري او غواړي د سازمان له بېلابېلو غړو هېوادونو سره په ګډه د چينګ داو سرمشريزې غونډې لاسته راوړنې عملي کړي او د سازمان د نوي پرمختګ لپاره هڅه وکړي.

اليموف په خپلو خبرو کې وويل، په تېرو دريو کلونو کې د شانګهای همکارۍ سازمان همکاريزه ساحه لاپراخه شوې او په نړۍکې يې اغېزه نور هم لوړه شوې ده. هيله ده چې چين په پرله پسې توګه د دغه سازمان د پرمختګ لپاره فعال رول ولوبوي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای