د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان پوځ د ډسمبر په ۲۸مه نېټه وويل، د پاکستان د ځمکنيو ځواکونو لوی درستيز جاويد قمر بجو په همدې ورځ د ۲۲ ترهګرو د پوځي محکمې د اعدام حکم عملي کړ.
د پاکستان پوځ مطبوعاتي ادارې په همدې ورځ په يوه اعلاميه کې وويل، ياد ۲۲ ترهګرو پر سرتيرو، پوليسو، عامو وګړو، مذهبي شخصيتونو، د پوليسو پر ادارو، مخابراتي تاُسيساتو او تعليمي ارګانونو بريدونو کې لاسونه درلودل چې له امله يې ۱۷۶ تنه وژل شوي وو، ۲۱۷ تنه ټپيان شوي دي. دوی ټول د حکومت لخوا د ناقانونه اعلان شوو ډلو غړي وو. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |