CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزير به له افريقا څخه ليدنه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-12-29 16:41:33

دسينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا جون ينګ د ډسمبر په ۲۸مه نېټه د ياد وزارت په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې اعلان وکړ چې د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي به د ۲۰۱۹م کال د جنورۍ له دوهمې نېټې څخه تر شپږمې نېټې پورې له اتوپيا، بورکينافاسو،ګامبيا، سنيګال او د افريقايي ټولنې له کميټې څخه ليدنې وکړي.

هوا چون ينګ وويل، له افريقا څخه د وانګ يي له ليدنې څخه څرګندېږي چې چين له افريقا سره د خپلو اړيکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري. وانګ يي به په دې ليدنې کې د بهرنيو چارو په باب د شي جين پينګ د افکارو په لارښوونې د يادو افريقايي هېوادونو له مشرانو سره د نظريو ژورې تبادلې وکړي، د شي جين پينګ او د افريقايي مشرانو تر منځ د لاسليک شويو موافقه ليکونو د پلي کېدو کار به پرمخ يوسي، د بېجينګ په سرمشريزه غونډه کې تر لاسه شوي برياليتوبونه به پلی کړي او د چين او افريقا تر منځ د اړيکو د مسلسل پرمختګ لپاره به کوښښ وکړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای