CRI Online

د نوي کال د هر کلي لپاره د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د چای غونډه تر سره شوه او شي جين پينګ پکې يوه مهمه وينا وکړه.

cri     (GMT+08:00) 2018-12-29 19:47:36

د ډسمبر په نهه ويشتمه نېټه د نوي کال د هر کلي لپاره د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د چای غونډه په بېجينګ کې تر سره شوه. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون مشر شي جين پينګ په دغه غونډه کې يوه مهمه وينا وکړه. هغه پر دې ټينګار وکړ چې ۲۰۱۹م کال به د نوي چين د جوړېدو له اويايمې کاليزې سره برابر وي او په چين کې به د سمسورې ټولنې د پوره جوړونې لپاره کليدي کال هم وي. د همدې ورځې په سهار د شي جين پينګ، لي که چيانګ، لي جان شو، وانګ يانګ، وانګ هو نينګ، جاو له جي، هان جنګ او وانګ چي شان په شمول د ګوند او هېواد مشرانو، د چين د بېلا بېلو ډيموکراتيکو ګوندونو د مرکزي کميټو استازو، د چين د صنعتي او سوداګريزو چارو د ټولنې مسؤلينو او د ناپېيليو شخصيتونو استازو، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون تر ادارې لاندې د څانګو او د وزارتونو د اړوندو خواوو مسؤلينو او د بېجينګ د بېلا بېلو ساحو استازو په دغه غونډه کې ګډون درلود او په ګډه توګه يې د ۲۰۱۹م کال هر کلی وکړ. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای