د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د شي جين پينګ لخوا د هراړخيزو اصلاحاتو پر ژورتيا او ټينګتيا د مقالو تر عنوان لاندې کتاب چې د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د ګوندي تاريخ او اثارو د څيړنې انسټېټيوټ لخوا تدوين شوی دی، د ډسمبر په نهه ويشتمه نېټه د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د اثارو د مطبعې لخوا چاپ شو.
په دغه کتاب کې د ۲۰۱۲م کال د ډسمبر له اوومې نيټې څخه د ۲۰۱۸م کال د ډسمبر تر اتلسمې نېټې پورې د هراړخيزو اصلاحاتو د ژورتيا او ټينګتيا په اړه د شي جين پينګ د دوه اوياوو مبحثونو مقالې شاملې دي او شاوخوا درې سوه او لس زره کلمې لري. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |