د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د کرهنيزو چارو غونډه د ډسمبر له ۲۸مې نېټې څخه تر ۲۹مې نېټې پورې په بېجينګ کې تر سره شوه. په دغه غونډه کې د نوې زمانې لپاره د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم په اړه د شي جين پينګ د افکارو تر لارښوونې لاندې د دغه ګوند د نولسم ملي کانګرس، د دغه کانګرس د دوهمې او درېيمې عمومي غونډې او د دغه ګوند د مرکزي کميټې د اقتصادي غونډې د مفکورو په پلي کولو سره د کليو د سمسورتيا د ستراتيژۍ په اړه د بېلا بېلو ځايونو د تجربو تبادلې وشوې او په راتلونکي او بل راتلونکي کال کې د کليو، کرهنيزو چارو او بزګرانو په اړه پر کارونو بحث وشو او د ۲۰۱۹م لپاره کرهنيز او کليوال کارونه معلوم او وټاکل شول. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |