CRI Online

شي جين پينګ د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ټلېفوني خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2018-12-30 16:03:49

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د دسمبر په نهه ويشتمه نېټه د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په بلنه ورسره ټلېفوني خبرې وکړې.

ولسمشر ټرمپ شي جين پينګ او د چين خلکو ته د نوي کال مبارکي او نيکې هيلې څرګندې کړې. هغه وويل، د امريکا او چين ترمنځ اړيکې ډېرې مهمې دي او د ټولې نړۍ د پاملرنې وړ دي. زه له رئيس شي جين پينګ سره ښو اړيکو ته په ډېره درنه سترګه ګورم. ډېر خوشحاله يم چې د دواړو هېوادونو کاري ګروپونه زما او د رئيس شي جين پينګ ترمنځ د مهمو ګډو نظريو د تطبيق کولو لپاره زيار باسي چې په ارجنټاين کې تر لاسه شوي دي. اړوندې خبرې اترې او ډيالوګ روان دي او پرمختګ مومي. هيله لرم چې زموږ د دواړو هېوادونو د خلکو او د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو لپاره ګټورې پايلې تر لاسه شي.

شي جين پينګ هم ولسمشر ټرمپ او د امريکا خلکو ته د نوي کال مبارکي او نيکې هيلې څرګندې کړې. نوموړي وويل، ما او ښاغلي ولسمشر له دې سره موافقه کړې چې د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د ثبات لپاره هڅې وکړو. اوسمهال د دوه اړخيزو اړيکو لپاره کليدي وخت دی. د روانې مياشتې په سر کې ما او ښاغلي ولسمشر په ارجنټاين کې بريالۍ کتنه تکړې وه او مهمې ګډې نظريې مو تر لاسه کړلې. له دې نه وروسته د دواړو هېوادونو کاري ګروپونو د يادو نظريو د پلي کولو لپاره هڅې کړې دي او کوي يې. هيله لرم چې دواړه ګروپونه په همکاريو سره د ګډو ګټو پر بنسټ د نړۍ لپاره ګټور تړون لاسليک کړي.

شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې راتلونکی کال د چين او امريکا ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو له څلوېښتمې کاليزې سره برابر دی. چين له امريکا سره د اړيکو ټينګښت ته په ډېره درنه سترګه ګوري او د امريکا د هغه نيت ستاينه کوي چې له چين سره همکاريزې او رغنده اړيکې پياوړې کړي. چين غواړي له امريکا سره يو ځای په تېرو څلوېښتو کلونو کې د دوه اړخيزو اړيکو پرمختيايي تجربې راغونډې کړي او د اقتصاد او سوداګرۍ، پوځونو، د قانون د اجرا کولو، د نشه يي توکو د مخنيوي، ځايونو او کولتورونو په برخو کې لا نژدې همکارۍ او تبادلې وکړي. دواړه هېوادونه بايد د مهمو نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په باب نژدې همغږۍ او تګ راتګ وساتي، يو د بل مهمو ګټو درناوی وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ همغږې، همکاريزې او ثابتې اړيکې ټينګې کړي، څو چې د دواړو هېوادونو او د بېلا بېلو هېوادونو خلک ورڅخه ګټه واخلي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای