CRI Online

د سوريې مسئلې په اړه د روسيې او ترکيې د بهرنيو چارو وزيرانو او د ملي دفاع وزيرانو غونډه تر سره شوله

cri     (GMT+08:00) 2018-12-30 16:05:26

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې او ترکيې د بهرنيو چارو وزيرانو، د ملي دفاع وزيرانو او د استخباراتي څانګو مسؤلينو د دسمبر په نهه ويشتمه نېټه په مسکو کې د سوريې مسئلې په اړه يوه غونډه تر سره کړه. د دغې غونډې له ختمېدو وروسته د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې دواړو خواوو په سوريه کې د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په اړه د نورو تدبيرونو او د بشري مسئلې په اړه پر مسئلو بحث وکړ.

په دغه اعلاميه کې ويل شوي چې يادو دواړو هېوادونو دې ته پام وکړ چې له سوريې څخه د امريکايي پوځ د ايستلو له اعلان نه وروسته په دغه هېواد کې تازه بدلونونه رامنځته شوي دي. دواړه هېوادونه به د امنيت شورا د پريکړه ليکونو د احترام او د سوريې د حاکميت د درناوي پر بنسټ په مداومه توګه پوځي تګ راتګ او همغږۍ وساتي، تر څو په سوريه کې د ترهګرۍ ګواښونه پوره له منځه يووړل شي. په عين وخت کې به دواړه هېوادونه خپل وطن ته د سوريي پناه وړونکو د بېرته راستنېدو لپاره شرايط برابر کړي.

څو ورځې مخکې امريکا اعلان کړی و چې له سوريې څخه به خپل پوځ وباسي. ورپسې، د سوريې په شمالي برخه کې د مانبيج په سيمه کې بې ثباتۍ عوامل رامنځته شوي دي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای