CRI Online

چين د هوا پيژندنې په برخه کې په نړۍ کې تر ټولو لوی او مجهز سيستم جوړ کړی دی

cri     (GMT+08:00) 2018-12-30 16:23:23

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د هوا پيژندنې ادارې د دسمبر په نهه ويشتمه نېټه خبر ورکړ چې په تېرو څو کلونو کې چين د هوا پيژندنې تخنيک د عصري کېدو لپاره کار اوکوښښونه کړي دي. اوسمهال په چين کې د هوا پيژندنې په برخه کې په نړۍ کې تر ټولو ډېر لوی او بشپړ سيستم جوړ شوی دی.

د دغې ادارې مشرې ليو يا مينګ وويل، چې په چين کې د دولت په کچه د هوا پيژندنې څه باندې ۲۴۰۰ ځمکني سټېشنونه اتومات شوي دي. په چين کې د سيمه ييزې هوا پيژندنې د څارنې څه ناڅه ۶۰ زره سټېشنونه جوړ شوي دي چې ۹۶٪ کليوالې سيمې او ښارونه د دې سيستم تر پوښښ لاندې راغلي شوي دي. د فنګ يون په نامه د هوا پيژندنې اوولس سپوږمکۍ په بريالۍ توګه توغول شوې دي او اته يادې سپوږمکۍ په مدارونو کې روانې دي. دغه راز، د ۱۹۸ دوپلير رادار تجهيزاتو په شمول د هوا پيژندنې او د ناورينونو د څارنې شبکه هم جوړه شوې ده او د ايکولوژۍ، کرنې، سمندر، ترافيک او سيلانۍ لپاره د هوا پيژندنې تخصصه شبکه هم په ابتدايه توګه جوړه ده. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای