د چين د دولتي فضايي ادارې خبر ورکړ چې د دسمبر د دېرشمې نېټې د سهار په اتو بجو او پنځه پنځوسو دقيقو، د چانګ عه څلورم څارنيز ماشين د سپوږمۍ په چاپير په بريالۍ توګه مدار بدل کړ او په عادي توګه ټاګل شوي مدار ته ننوتلی دی. د معلوماتو له مخې، د دسمبر له دوولسمې نېټې راپدېخوا، ياد ماشين د سپوږمۍ په چاپير مدار ته له ننوتلو وروسته د دوو ځلو لپاره په بريالۍ توګه خپل مدار ترميم کړی دی. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |