CRI Online

د چين ميډيا ګروپ د ۲۰۱۸م کال لپاره تر ټولو لس مهم نړيوال خبرونه انتخاب کړي دي

cri     (GMT+08:00) 2018-12-30 19:52:38

د چين ميډيا ګروپ د دسمبر په دېرشمه نېټه د ۲۰۱۸م کال لپاره تر ټولو د لسو مهمو نړيوالو خبرونو د انتخاباتو پايله خپره کړه. عنوانونه يې دا دي:

۱\ چين په بريالۍ توګه د وارداتو په اړه د نړۍ لومړی نندارتون تر سره کړ او د نړيوال اقتصاد د خلاص پرمختګ د پياوړتيا لپاره کوښښ کوي

۲\ د يو کمربند او يوې لارې وړانديز په مؤثره او جدي توګه پلی کېږي او لا زيات هېوادونه پکې ګډون کړی دی

۳\د سوريې اوضاع لا هم بې ثابته ده او په منځني ختيځ کې شخړې روانې دي

۴\ د کوريا ټاپووزمې حالات د ښه کېدو په بهير کې دي او چين د منځګړيتوب لپاره مثبت رول لوبوي

۵\ د امريکا لخوا لمسول شوې سوداګريزه جګړه د نړيوالې ټولنې د اندېښنې وړ ده او د چين او امريکا د مشرانو ترمنځ کتنه مثبته نښه ده

۶\روسيه د لويديځې خوا بنديز ته کلک ځواب ورکوي او د امريکا او روسيې د منځني واټن لرونکو توغنديو د کمولو تړون دقيقه راتلونکې څرګنده نه ده

۷\له اروپايې ټولنې څخه د بريټانيا وتل له زياتو ستونزو سره مخامخ دي او په قوي توګه له دغې ټولنې څخه د بريټانيا د وتلو جريان ښايي پيل شي

۸\په نړيوال بازار کې د نفتو نرخ په سخت تزلزل کې دی او د امريکايي ډالرو د تسلط مقام له ګواښ سره مخامخ دی

۹\ په ګردې کرې کې ناورينونه او مصيبتونه زيات شوي دي او مختلف هېوادونه د اقليم بدلون د مخنيوي لپاره همکارۍ کوي

۱۰\مصنوعي دماغي تخنيک نوې مرحلې ته ننوتلی او نوې دماغي زمانه شروع شوې ده

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای