CRI Online

د کوریا جمهوریت: "کیم جونګ اون" "مون جای ین" ته پیغام لیږلی

cri     (GMT+08:00) 2018-12-31 10:11:08
د کوریا جمهوریت: "کیم جونګ اون" "مون جای ین" ته پیغام لیږلی

د کوریا جمهوریت د ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې د روانې میاشتې د ۳۰ نیټې له غرمې وروسته د دغه هېواد ولسمشر مون جای ین د کوریا دېموکراتیک ولسي جمهوریت مشر کیم جونګ اون له خوا لیکل شوی پیغام ترلاسه کړ. کیم جونګ اون په خپل لیک کې ویلي چې هیله لري چې په ۲۰۱۹ کال کې له ولسمشر مون جای ین سره ملاقات وکړي او د کوریا ټاپووزمې د سولې او سمسورتیا او له دې ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو د پاکې سیمې رامنځته کولو په اړه مشوره وکړي.

د کوریا جمهوریت د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند په یوه خبري ناسته کې وویل چې کیم جونګ اون په لیک کې مون جای ین ته نیکې هیلې وړاندې کړې دي او دا یې څرګنده کړې ده چې دواړه مشران به د کوریا ټاپووزمې د سولې او سمسورتیا لپاره ګډې هلې ځلې وکړي.

---زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای