د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د تايوان وطنوالو ته د چين د مرکزي حکومت د پرانيستي ليک د خپرولو د ۴۰مې کاليزې د يادونې غونډه به د جنورۍ د ۲مې نېټې په سهار ۱۰ بجو د خلکو په لوی تالار کې تر سره شي.د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون عمومي منشي،د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ به په ياده غونډه کې ګډون او يوه مهمه وينا به وکړي.
په هغه وخت کې به د چين ميډيا ګروپ او سينهوا خبري اژانس ويبپاڼه د غونډې ژوندۍ خپرونې وړاندې کړي.د خلکو ويبپاڼه، د مرکزي تلويزيون ويبپاڼه، د چين ويبپاڼه او د خلکو د ورځپاڼې، د سينهوا اژانس او د مرکزي تلويزيون د اې پي پي له لارې به هم په دې اړه ځانګړې خپرونې ولري.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |