د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د مصر مطبوعاتي ادارې د دسمبر په ۳۰مه نېټه په قاهره کې د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې په ۲۰۱۸ کال کې د ترهګرۍ پر ضد د مصر هراړخيزو عملياتو ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي چې په مصر کې تروريزم له منځه تللو په حال کې دی. په ۲۰۱۸ کال کې په مصر کې يوازې ۸ کوچنۍ ترهګريز بريدونو پېښې رامنځته شوي چې دغه شمېر په تېرو پنځو کلونو کې تر ټولو لږ دی.
د يادې اعلاميې محتويات ډېر غني دي چې په ۲۰۱۸ کال کې د ترهګرۍ پر ضد د مصر د عملياتو يو لنډيز ګڼل کېږي. د نوي کال او د مصر د کوپتيک کريسټ په رارسېدو سره، مصر په ټول هېواد کې د امنيتي خبرداريو په اړه چټک ګامونه پورته کړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |