د چين نړيوالې راډيو د خبر مخې،د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د دسمبر په ۲۹مه نېټه د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره تلېفوني خبرې وکړې. دواړو مشرانو د نوي کال په ترڅ کې يو بل ته د مبارکۍ سربېره، هيله څرګنده کړه چې چين او امريکا به هغه تړون باندې هوکړی ته ورسېږي چې د دوه اړخيزو ګټو او د نړۍ لپاره ګټور وي. د چين او امريکا خبري رسنۍ او څېړونکي دې ته ډېره پاملرنه کوي.
د بېجينګ د اړوندو څېړونکو په قول د چين او امريکا ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو د ۴۰مې کاليزې د رارسېدو پر مهال د دواړو هېوادونو د مشرانو تر منځ تلېفوني خبرې اترې ښيي چې د همکارۍ له لارې د توپيرونو کمول او د خبرو اترو له لارې د ثبات پياوړتيا په تدريجي توګه د چين او امريکا موافقه رامنځته کېږي.
د والسټريټ ژورنال د خبر له مخې،د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ تبادله ښه ده او سوداګريزه سلامشوره په سالم ډول روانه ده چې په دې وروستيو ورځو کې د امريکا بې ثابته اسهامو بازار لپاره باور برابر شوی دی.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |