د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف د دسمبر په ۳۰مه نېټه روسي رسنيو ته وويل چې که امريکا په اروپا کې منځنۍ فاصلې وېشتونکي توغندي ځای پر ځای کړي، روسيه به ځوابي تدبيرونه ونيسي.
په همدې ورځ د روسيې د بهرنيو چارو وزارت له يوې اعلاميې سره سم ،لاوروف وويل چې د م م عمومي اسامبلې د روانې مياشتې په ۲۱مه نېټه د رايې ورکولو له لارې د منځنۍ فاصلې وېشتونکو توغنديو تړون د ساتلو په اړه د روسيې له خوا د پرېکړه ليک مسوده رده کړې، امريکا به په يواړخيز ډول له ياد تړون څخه ووځي. اروپا د امريکا له دې دريځ سره ټينګ مخالفت کوي، خو د اروپايي ټولنې هېوادونو د م م عمومي اسامبلې د رايګيرۍ په وخت کې له امريکا وروسته د رد رايې ورکړلې. په واقعيت کې دا د ياد تړون د له منځه وړلو او د امريکا ملاتړ کولو په معنی دي چې په اروپا کې دې د تړون لخوا منعه شوي توغندي ځای پر ځای شي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |