د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د ترکيې رسنيو د دسمبر په ۳۰مه نېټه خبر ورکړ چې د دغه هېواد پوليسو په همدې ورځ په انقره کې ۳۰ بهرنيان نيولي چې د نوي کال په جريان کې يې د ترهګرۍ بريدونو پلانونه درلودل.
د ترکيې د انادوليه اژانس خبر ورکړ چې نيول شوي کسان له داعش ډلې سره تړاو لرونکي بهرنيان دي. دوی پلان درلود چې په انقره کې د نوي کال مخکې د روانې مياشتې د ۳۱مې نېټې په ماښام ترهګريز بريدونه وکړي. پوليسو د يادو عملياتو په ترڅ کې ځيني غير قانوني سندونه هم نيولي دي.
د يو بل خبر له مخې،د روانې مياشتې په ۲۸مه نېټه د انقرې پوليسو په بل عملياتو کې ۵۲ عراقي شکمن کسان نيولي چې له داعش ډلې سره اړيکو ګومان پرې کېږي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |