عکس: مالوماتی عکس دی
د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين د دسمبر په ۳۱مه نېټه يو بل ته د نوي کال د مبارکۍ پيغامونه وليږل.
شي جين پينګ د مبارکۍ په پيغام کې د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب ولسمشر پوټين او د روسيې خلکو ته د زړه له کومې مبارکي او نيکې هيلې وړاندې کړې دي. په دغه پيغام کې رئيس شي ويلي چې۲۰۱۸ کال د چين او روسيې د اړيکو د پرمختګ لپاره ځانګړی اهميت درلود. زموږ دواړو هېوادونو په سالم ډول مهمې کورنۍ سياسي اجنډاوې بشپړې کړي او د چين او روسيې د اړيکو نوې دوره يې پرانيستې ده. شي جين پينګ په دغه پيغام کې زياته کړې چې ۲۰۱۹ کال د چين او روسيې ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ۷۰مې کاليزې سره برابر دی.زه غواړم له تاسو سره يو ځای د دوه اړخيزو اړيکو او په بېلا بېلو ساحو کې خپلمنځيو همکاريو د ژورتيا لپاره کوښښ وکړم څو د دواړو هېوادونو او خلکو ته ګټې ورسول شي.
پوټين د مبارکۍ په پيغام کې رئيس شي جين پينګ او د چين خلکو ته د نوي کال مبارکي او نيکې هيلې ويلې دي.
په همدې ورځ د چين صدراعظم لي که چيانګ او د روسيې صدراعظم ديميتري ميدويديف هم يو بل ته د نوي کال د مبارکۍ پېغامونه ليږلي دي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |