CRI Online

د چين په اړه د ۲۰۱۸ کال لس لوی خبرونه

cri     (GMT+08:00) 2018-12-31 16:16:58
د چين په اړه د ۲۰۱۸ کال لس لوی خبرونه

د چين ميډيا ګروپ په دې وروستيو ورځو کې د ۲۰۱۸ کال لس لوی کورني خبرونه خپاره کړل. مشخص محتويات يې په دې ډول دي:

۱، په ۲۰۱۸ کال کې د چين د اساسي قانون تعديل نامه تصويب شوه

د مارچ په يوولسمه نېټه د چين د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګرس په عمومي غونډه کې د چين د اساسي قانون تعديل نامه تصويب شوه چې له مخې يې د چين د کمونېست ګوند په نولسم ملي کانګرس کې ټاکل شوې مهمې نظريې او تګلارې، په تېره بيا په نوې زمانه کې د چين د ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم په اړه د رئيس شي جين پينګ نظريې د چين په اساسي قانون کې شاملې شوې.

۲، په همدې کال کې د چين د نوې دورې حکومتي ارګانونو او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس مشران وټاکل شول

د مارچ په ۱۷مه نېټه د چين د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګرس په عمومي غونډه کې شي جين پينګ د چين د دولت رئيس او د هېواد د مرکزي پوځي کميسيون رئيس په توګه وټاکل شو. د مارچ له ۱۴مې نېټې څخه تر ۱۹مې نېټې پورې، ګام په ګام د نوې دورې حکومتي ارګانونو او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس مشران وټاکل شول.

۳، چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلې کېدو څلوېښتمه کاليزه ونمانځله

د ۲۰۱۸ کال د ډسمبر په ۱۸مه نېټه د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلې کېدو د څلوېښتمې کاليزې د نمانځنې غونډه د خلکو په لوی تالار کې ترسره شوه. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دې غونډه کې پر دې ټينګار وکړ چې د تېرو ۴۰ کلونو له واقيعتونو څخه دا تصديق شوې چې اصلاحات او ورخلاصون د چين د ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم د پرمختګ لازمه لاره ده او د چين د برخليک د ټاکلېدو کليدي ګام هم دی.

۴، د چين د کمونېست ګوند او حکومتي ارګانونو اصلاحات په عادي توګه روان وو

د مارچ په ۲۱مه نېټه د چين د کمونېست ګوند او حکومتي ارګانونو د اصلاحاتو لايحه خپره شوه. دوه ورځې وروسته د چين د نظارت او څارنې کميسيون په کار پيل وکړ او دوه مياشتې وروسته په دغه لايحه کې ټاکل شوي ۲۵ نوي ارګانونه او اصلاح شوي ارګانونه ټول بشپړ شول.

۵، د چين مرکزي حکومت خصوصي اقتصاد ته د وده ورکولو لپاره يو لړ تدبيرونه نيولي

د ۲۰۱۸ کال د نومبر په لومړی نېټه رئيس شي جين پينګ په بېجينګ کې د خصوصي اقتصاد په اړه يوه غونډه مشري وکړه او پکې يې په څرګنده توګه د خصوصي تصديو د پرمختګ د هڅولو لپاره په شپږو برخو کې تګلارې او تدبيرونه وړاندې کړل. په دې وروستيو کلونو کې د چين حکومت د خصوصي تصديو له پرمختيا او ودې د ملاتړ لپاره ډېرې اغېزمنې تګلارې او تدبيرونه غوره کړي دي.

۶، چين په ۲۰۱۸ کال کې د يو لړ ديپلوماتيکو فعاليتونو په ترسره کولو سره، نړۍ ته خپله بڼه ښکاره کړه

په ۲۰۱۸ کال کې رئيس شي جين پينګ د بو او د اسياسي فورم د کلنۍ غونډې، د شانګهای د همکارۍ سازمان د چينګ داو سرمشريزې غونډې، د چين او افريقا د همکاريز فورم د بېجينګ سرمشريزې غونډې او د چين د لومړي وارداتي نندارتون په شمول څلورو لويو ديپلوماتيکو فعاليتونو کې په ژوره توګه د انسانانو د برخليک د ګډې ټولنې په اړه نظريې څرګندې کړې او په دغو ديپلوماتيکو فعاليتونو کې چين د يو لوی مسئولانه هېواد په توګه نړۍ ته خپله بڼه څرګنده کړه.

۷، د چين ځواکونو په جنوبي سمندر کې پوځي رسمي ګذشت ترسره کړ او خپله بڼه يې ښکاره کړه

د ۲۰۱۸ کال د اپريل په ۱۲مه نېټه د چين پوځي کميسيون په جنوبي سمندر کې پوځي رسمي ګذشت ترسره کړ. دا د چين د ولسي جمهوريت له جوړېدو راهيسې په سمندر کې د چيني ځواکونو تر ټولو لويه پيمانه لرونکی پوځي رسمي ګذشت و.

۸، چين د يانګ ځه سيند د اقتصادي کمربند د چاپېريال ساتنې کارونه هڅولی

د ۲۰۱۸ کال د اپريل په ۲۶مه نېټه، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د يانګ ځه سيند د اقتصادي کمربند د پرمختګ ستراتيژۍ د پلې کېدو حالاتو تر کتلو وروسته په يوه اړونده غونډه کې غوښتنه وکړه چې بايد د يانګ ځه سيند په اوږدو کې د چاپېريال ساتنې کارونو ته لومړيتوب ورکړل شي. بيا وروسته د مې په ۱۸ او ۱۹ مه نېټه د چاپېريال ساتنې په اړه دولتي غونډه په بېجينګ کې ترسره شوه او شي جين پينګ په دې غونډه کې په نوې زمانه کې د ايکولوژيکي چاپېريال د جوړولو لوری وښود.

۹، د خصوصي مالياتو د قانون تعديل نامه تصويب شوه

د ۲۰۱۸ کال د اګست په ۳۱مه نېټه د چين د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېټې په پنځمه غونډه کې د چين د خصوصي مالياتو د قانون تعديل نامه تصويب شوه چې پکې د خصوصي مالياتو د شمېرنې د اوسنۍ طريقې او د مالياتو د اخيستلو چوکاټ او لارو چارو په شمول ځينې برخې ترميم شوې.

۱۰، د واکسين ادارې قانون د جوړولو بهير پيل شو

د جولاۍ په مياشت کې داسې قضيه خپره شوه چې د چين د چانګ شنګ شرکت لخوا توليد شوي ګڼ شمېر واکسينونه له معيار سره سمون نه لري، عمومي منشي شي جين پينګ دغې قضيې ته ډېره پاملرنه ورکړه. د دې قضيې اړوندو مجرمينو ته سخته سزا ورکړل شوې. د همدې کال د نومبر په ۱۱مه نېټه د واکسين ادارې د قانون مسوده خپره شوه او د واکسين اداره د قانون جوړولو بهير ته داخله شوه.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای