د شينجيانګ په اورمچي ښار کې د نان د کلتور او چارو په اړه يو صنعتي پارک د ډسمبر په ۲۵مه نېټه پرانيستل شو. په دې پارک کې د نان د کلتور نندارې، د نان د توليد، چمتو کېدو بهير او خرڅلاو شامل دي. نندارچيان په وړيا توګه له دې پارک څخه ليدنه کتنه کولای شي. د دې پارک عمومي مساحت ۳۷ زره متره مربع دی او تر اوسه پورې د خوراکي توکو په هکله ۱۹ تصديو پکې خپل دفترونه پرانيستلي دي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |