د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د امريکا ولسمشر دونالد ټرمپ د دوو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو د ۴۰مې کليزې په مناسبت يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه واستول.
شي جين پينګ په خپل پيغام کې څرګنده کړې چې له تېرو ۴۰ کلونو راهيسې د دواړو هېوادونو اړيکې له زياتو ازموينو څخه تېرې شوې، تاريخي پرمختګ يې موندلی، د دواړو هېوادونو خلکو ته يې سترې ګټې رسولې او د نړۍ د سولې، ثبات او سمسورتيا لپاره يې مهم خدمتونه تر سره کړي دي. تاريخي واقعيتونه ثابتوي چې همکاري د دواړو خواوو تر ټولو ښه انتخاب دی.
ټرمپ په خپل پيغام کې ويلي چې د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ لومړۍ نېټه د امريکا او چين ترمنځ د اړيکو ټينګېدو له ۴۰مې کليزې سره برابره ده. له څو کلونو راهيسې د دواړو هېوادونو اړيکو ستر پرمختګ موندلی دی. زه پخپله د امريکا او چين ترمنځ د همکاريزو او رغنده اړيکو پرمختګ ته لومړيتوب ورکوم. زموږ ترمنځ قوي دوستۍ په راتلونکو څو کلونو کې د دواړو هېوادونو لخوا د سترو برياليتوبونو د پيدا کولو لپاره خورا ښه بنسټ ايښی دی.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |