د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزرات وياند د دسمبر په ۳۱مه نېټه څرکنده کړه چې امريکا له يو توقيف شوي امريکايي سره د ليدنې په اړه له روسيې څخه غوښتنه کړې.
د روسيې د فدرالي امنيت ادارې ويبپاڼې د دسمبر په ۳۱مه نېټه خبر ورکړ چې دغه ارګان د دسمبر په ۲۸مه نېټه د روسيې په پلازمېنه مسکو کې د جاسوسۍ په تور د پاول ويلان په نوم يو امريکايی ونيو او د روسيې د اړوندو قوانينو له مخې يې سزايي دعوا وړاندې کړه. اوس دغه دوسيه د څېړنې په حال کې ده.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |