CRI Online

بهرنيو کارپوهانو او په بهر کې اوسېدونکي چينايانو د رئيس شي جين پينګ د نوي کال د مبارکۍ پيغام ته ډېره پاملرنه کړې

cri     (GMT+08:00) 2019-01-01 10:39:41

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د ۲۰۱۹ کال د رارسېدو پر مهال د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نوي کال د مبارکۍ پيغام خپور کړ. زيات شمېر بهرنيو کارپوهانو، په بهرکې چيني اوسيدونکو او چيني الاصله بهرنيانو د پيغام تر اورېدو وروسته څرګنده کړه چې د رئيس شي د مبارکۍ پيغام د لوړ ليد لوري لرونکی دی او په کې د دوستۍ ګرمه تودوخه ليدل کېږي .باور لري چې چين به په نوي کال کې لازيات پرمختګونه ترلاسه کړي او د نړۍ لپاره به لازيات خدمتونه وکړي.

د کوريا جمهوريت د جونګانګ ايلبو ورځپاڼې د چين په اړه د څېړنيز انسټېټيوټ مشر هان وو دوک وويل ،د رئيس شي جين پينګ د مبارکۍ په پيغام کې هغه درې کليدي کلمې چې هغه يې اغېزمن کړی "د خلکو معيشت"، "ورخلاصون " او "خلک" دي. د پاکستان د اسلام اباد د ستراتيژۍ او نړيوالو مسئلو د څېړنيز مرکز اجراييه مشر علي صروار ناقوي وويل چې رئيس شي جين پينګ د نوي کال د مبارکۍ په پيغام کې په ۲۰۱۸ کال کې د چين تر لاسه شوي برياليتوبونه ياد کړي او چينايان يې هڅولي چې په ۲۰۱۹ کال کې د لوړو هدفونو د ترلاسه کولو لپاره سخت کارونه وکړي.

د جاپان د توکيو د ساينس پوهنتون کارپوه جاو شين وی وويل ،د رئيس شي د نوي کال د مبارکۍ پيغام هڅوونکی دی. په ۲۰۱۸ کال کې چينايان په مختلفو ننګونو لاسبري شوي او د خپلو هڅو له لارې يې ستر پرمختګونه تر لاسه کړي دي. په نوي کال کې، زه باور لرم چې چين به نور پرمختګ ته په رسېدو سره له نړۍ څخه ډېر درناوی ترلاسه کړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای