CRI Online

په ايران کې ۱۱ تنه د بهرنيو اسعارو د غلا کولو په تور نيول شوي

cri     (GMT+08:00) 2019-01-01 10:43:09

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د ايران د مهر نيوز اژانس د خبر له مخې،د ايران د استخباراتو څانګې د دسمبر په ۳۱مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې يوولس ايرانيان د ژوند تقاضا د واردولو لپاره د ۴۰۰ مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت د بهرنيو اسعارو د غلا کولو په تور نيول شوي دي.

په ياده اعلاميه کې ويل شوي چې دغه ۱۱ شکمنو کسانو د ژوند اړتياوو د وارداتو په پلمه د ۴۰۰ مليونو ډالرو په ارزښت بهرني اسعار غلا کړي او په نورو هېوادونو کې د پانګې اچونې لپاره دغه بهرني اسعار کارولي دي. په اعلاميه کې ويل شوي چې د دغو شکمنو کسانو لخوا جوړې شوې جنايي ډلې د ايران په کردستان ولايت کې موقعيت لري. دوی د رشوت له لارې د جعلي مخکينۍ تاديې رسيد سره د ژوند اړتياوو د واردولو لپاره له حکومت څخه د اجازې غوښتنه کړې وه او د حکومت لخوا ورکړل شوي د بهرنيو اسعارو تر اخيستلو وروسته يې له بانک څخه د پيسو رښتينې کارول منعه کړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای