CRI Online

شي جين پينګ د کيوبا د انقلاب د برياليتوب د ۶۰ کليزې په مناسبت د دغه هېواد مشرانو ته د مبارکۍ پيغامونه ولېږل

cri     (GMT+08:00) 2019-01-01 14:34:34

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پينګ د جنورۍ په لومړۍ نېټه د کيوبا د انقلاب د برياليتوب د ۶۰ کليزې په مناسبت د دغه هېواد د کمونېست ګوند مرکزي کمېسيون لومړي منشي راول کاسترو او د دولتي شورا مشر او د وزيرانو شورا مشر دياز کانېل ته د مبارکۍ پيغامونه ولېږل.

په همدې ورځ د چين صدراعظم لي که چيانګ هم دياز کانېل ته د مبارکۍ پيغام ولېږه.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای