CRI Online

کيم جونګ اون د کوريا له ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو د پاکولو اراده تکرار کړه.

cri     (GMT+08:00) 2019-01-01 14:38:57

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت لوړ پوړي مشر کيم جونګ اون د جنورۍ په لومړۍ نېټه د نوي کال په مناسبت خپله وينا کې د کوريا له ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو د پاکولو په اړه خپله ټينګه اراده تکرار کړه او هيله يې وښودله چې په پر له پسې توګه د ديموکراتيکې کوريا او امريکا ترمنځ اړيکو ته پرمختګ ورکړي.

د ديموکراتيکې کوريا مرکزي ټلويزيون په همدې ورځ د نوي کال د رارسېدو په مناسبت د کيم جونګ اون ويډيويي وينا خپره کړه. هغه څرګنده کړه چې د کوريا په ټاپووزمه کې د تلپاتې سولې تر سره کېدل او له دغې ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو پاکول د ديموکراتيکې کوريا د ګوند او حکومت نه بدلېدونکی دريځ او د ده خپله ټينګه اراده ده.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای