CRI Online

د ځينو هېوادونو مشرانو د نوي کال د مبارکۍ په پيغامونو کې دولتي پرمختګ او نړيوالې همکارۍ ته پاملرنه کړې ده

cri     (GMT+08:00) 2019-01-02 09:54:18

د سينهوا اژنس د خبر له مخې د نوي کال د رارسيدو پر مهال د ځينو هېوادونو مشرانو د نوي کال د مبارکۍ پيغامونه خپاره کړل او پکې يې ويلي چې بايد په مثبته توګه له ننګونو سره مقابله وشي او د دولتي پرمختګ او نړيوالې همکارۍ د پرمخبيولو لپاره دې هڅې وشي تر څو ښه راتلونکې برابره شي.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په خپل پيغام کې وويل ، که غواړو هغه موخه تر سره کړو چې د کورنيو له غړو سره په نيکمرغۍ کې ژوند وکړو او خپل هېواد مو لا پرمختګ ومومي، بايد ډېرې هڅې وکړو او يو له بل سره دې همکارۍ وکړو.

د المان صدراعظمې انګيلا ميرکل وويل چې جرمني اوس له اقليمي بدلون سره د مقابلې، د مهاجرينو د کنترول او د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په شمول له هغو مسئلو سره مخ دی چې د دې هېواد له برخليک سره تړاو لري.

د فرانسې ولسمشر ماکرون له فرانسويانو څخه غوښتنه وکړه چې پر ګډې راتلونکې باندې باور ولري.

د بريټانيا لومړۍ وزيرې تريسا مې هيله وښودله چې له اروپايي ټولنې څخه د وتلو په هکله جلاکېدونکې بريټانيا په ۲۰۱۹ کال کې له اروپايي ګاونډيو هېوادونو سره نوې قوې اړيکې ټينګې کړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای