د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نوي کال په درشل کې د ۲۰۱۹م کال د مبارکۍ وينا ستاينه وکړه چې په دې وينا کې يې د پروسږ کال تېرو تجربو ته بيا کتنه وکړه او د نوي کال فرصتونه او ننګونې يې يادې کړې. له دې وينا څخه د چين د پرمختګ ټينګ هوډ او د انساني برخليک د جوړونې په باب د چين دنده څرګندېږي. نړيوالې ټولنې د دې وينا لوړه ستاينه کړې ده.
په چين کې د مصر د پخواني لوی سفير علي حسام الدين محمد الحفني په نظر، له بې وزلۍ څخه د ۱۰ مليونو بېوزلو خلکو له ژغورنې څخه په ټول چين کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو په باب د چيني مشرانو ټينګ هوډ څرګندېږي.
د هند د چيني کولتور پېژندونکی او د جواهرلال نهرو پوهنتون استاد بي ار ديپاک وويل، شي جين پينګ په خپله وينا کې د تېر کال د چين تر لاسه شوي برياليتوبونه بيان شوي او دغه برياليتوبونه ډېر د ستاينې وړ دي. که څخه هم د پرمختګ په لاره کې ډول ډول ننګونې شتون لري، خو زه پر دې باور لرم چې چين به د اصلاحاتو د پلي او ژورېدو او د اقتصادي پرمختګ د سرعت د ساتنې لپاره تر وسې پورې کوښښ وکړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |