د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د چين د سره صليب ټولنې د جنورۍ په لومړۍ نېټه وويل، پروسږ کال د دې ټولنې کلني عايدات له ۶۰۰ مليونو يوانو څخه هم اوښتي وو.
د يادې ټولنې د کلني راپور سره سم، د پروسږ کال د ډسمبر تر ۲۵مې نېټې، د دې ټولنې کلني عايدات ۶۶۰ مليونو يوانو ته رسېدلي وو چې دا د ۲۰۱۷م کال په پرتله ۱۶ سلنه زيات شوي و له دې جملې څخه ۴۰۰ مليونه يوانه د ټولنې لخوا په وړيا ډول برابر شوي دي.
د چين د سره صليب ټولنې اجرايوي مرستيال مشر او سرمنشي سون شوه پنګ په نړيوالو ژغورونکو چارو کې د يادې ټولنې خدمتونه معرفی کړل. مثلا، دغې ټولنې د پاکستان ګودار بندر ته دوهمه طبي ډله ولېږله، په افغانستان او مغولستان کې يې د زړه په ناروغۍ د اخته شويو ماشومانو د معاينې کارونه تر سره کړل او په يادې ناروغۍ اخته۲۰۰ تنه ماشومان يې وژغورل. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |