د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د اقتصاد د څلورمې عادي څېړنې د ثبتولو کار د جنورۍ په لومړې نېټه پيل شو.
د چين د اقتصاد د عادي څېړنې مقرراتو سره سم، په هرو پنځو کلونو د اقتصاد عادي څېړنه تر سره کېږي. چين په ۲۰۰۴م، ۲۰۰۸م او ۲۰۱۳م کال کې د درېيو ځلو لپاره د اقتصاد عادي څېړنې تر سره کړې دي. د څلورمې څېړنې نتيجه به د ۲۰۱۸م کال له حالاتو سره سمه خپره شي.
د اقتصاد د څلورمې عادي څېړنې په اړه د چين د دولتي شورا د کاري ډلې مرستيال مشر نينګ جي جه وويل، د ثبتولو کار د دې څېړنې کليدي برخه ده، بېلا بېلې څانګې او کارکوونکي بايد په ښه توګه دغه کار بشپړ کړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |