CRI Online

د تايواني وطنوالو په عنوان د علني پيغام د خپرېدو د څلوېښتمې کاليزې ياد غونډه تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2019-01-02 11:32:50

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د تايواني وطنوالو په عنوان د علني پيغام د خپرېدو د څلوېښتمې کاليزې ياد غونډه د جنوري په دوهمه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي،د دولت رئيس او د چين د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ په دې غونډه کې ګډون وکړ او د چيني ملت د سترې سمسورتيا او د هېواد د سوله ييز يووالي لپاره د ګډو هڅو په نوم يې يوه مهمه وينا وکړه.

د چين د مرکزي حکومت د ګوندي، سياسي او پوځي څانګو مشرانو،د ديموکراتيکو ګوندونو او ډلو د مرکزي کميټې او د چين د صنايعو او سوداګرۍ ټولنې عمده مسئولينو، تايواني وطنوالو، په ستره برخه کې د تايواني وطنوالو د خپلوانو استازو،د تايوان په تړاو د کارپوهانو او عالمانو استازو،په بېجينګ کې د بېلا بېلو ټولنو استازو،د چين د ازادې بښوونکي پوځ او وسله والو پوليسو د افسرانو او عسکرو استازوپه شمول څه باندې شپږ سوو تنو په دې غونډه کې ګډون کړی و.

د ۱۹۷۹ کال د جنوري په لومړۍ نيټه د چين د ملي ولسي کانګرس دايمي کميټې د تايواني وطنوالو په عنوان علني پيغام خپور کړی و او پکې يې د چين د سوله ييز يووالي په تړاو تګلاره او پاليسي صادره کړې وه او د پوځي تاوتريخوالي د ختمېدو،د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ د وطنوالو د ازاد تګ راتګ او په هوايي ، پوستي او سوداګريزو چارو کې د دواړو غاړو ترمنځ تګ راتګ او د اقتصادي او کلتوري تبادلې په اړه مهم نظرونه يې هم خپاره کړي وو.له دې کبله د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ د اړيکو نوې پاڼه اړول شوې ده. (غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای