د سينهوا اژانس د خبر له مخې د پاکستان څلور پوځي بېړۍ د ۲۰۱۸ کال د ډسمبر په ۳۱مه نېټه د قطرد حمد بندر ته ورسيدلې او د دې هېواد له سمندري پوځ سره به ګډ پوځي تمرينونه تر سره کړي.
د قطر د خبري اژانس د خبر له مخې د پاکستان پوځي بېړۍ به په راتلونکو څو ورځو کې په سمندري سيمه او د قطر په ځانګړې اقتصادي سيمه کې د دې هېواد له سمندري پوځ سره ګډ تمرينونه تر سره کړي چې موخه يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي همکارۍ پياوړتيا او د دوه اړخيزو اړيکو نژديوالی دی.
په قطر کې د پاکستان سفارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې له قطر څخه د پاکستاني پوځي بېړيو د ليدنې موخه د دواړو هېوادونو د سمندري پوځونو ترمنځ د همکارۍ پياوړتيا او په امنيتي او دفاعي چارو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريزو اړيکو ټينګښت دی . سربېره پردې د دواړو هېوادونو سمندري پوځونه به د ګډې علاقې وړ مسئلو په باب بحثونه هم وکړي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |