CRI Online

په امريکا کې د چين لوی سفير څوي تيان کای:د چين او امريکا ترمنځ اړيکې بيا په څلور لارې کې ولاړې پاتې دي

cri     (GMT+08:00) 2019-01-02 11:36:43

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د جنوري په لومړۍ نيټه د چين او امريکا ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو د ۴۰ مې کاليزې پر مهال په امريکا کې د چين لوی سفير څوي تيان کاې د نننۍ امريکا په نوم ورځپاڼه کې د راتلونکې پر وړاندې د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو پرمختګ او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د ګډو ګټو ساتنې تر عنوان لاندې يوه مقاله خپره کړه.

هغه په ياده مقاله کې دې ته اشاره کړې ده چې د چين او امريکا ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ۴۰ کلونو راهيسې د دې اړيکو پرمختګونو نه يوازې د دواړو هېوادونو لپاره ګډې ګټې او برياليتوبونه رسولي بلکې د نړيوالې سولې او پرمختګ لپاره يې ګټور شرايط برابر کړي دي.د چين او امريکا ترمنځ ګډې ګټې د تضادونو او توپيرونو په پرتله زياتې دي او همکارۍ د دواړو هېوادونو لپاره يوازينۍ سمه لار ده. د نوي نړيوال حالت پر وړاندې د چين او امريکا ترمنځ اړيکې بيا په څلور لارې کې ولاړې پاتې دي ،خو په راتلونکو ۴۰ کلونو کې د دغو اړيکو پرمختګ بايد د دواړو هېوادونو د خلکو له خوا پرېکړه وشي.

هغه پر دې ټينګار وکړ چې د دغو اړيکو د ساتلو لپاره بنسټيز بنسټ نه شي بدليدای. چين او امريکا بايد متقابلو کليدو او سترو ګټو ته پاملرنه وکړي او په جدي توګه دې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو د اعلاميې په شمول د دريو اعلاميو مراعات او درنښت وکړي او د يو چين د پېژندلو پر اصولو دې ټينګار وکړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای