CRI Online

تېر کال د چين د فلمي ټکيټونو عايدات د لومړي ځل لپاره له شپېتو مليارډو يوانو څخه اوښتي دي

cri     (GMT+08:00) 2019-01-02 15:11:29

د چين د خلکو ورځپاڼې د خبر له مخې د چين د فلمونو دولتي ادارې د ۲۰۱۸ کال د ډسمبر په ۳۱مه نېټه يوه شمېرنه خپره کړه چې له مخې يې تېر کال د چين په فلمي چارو کې پرمختيايي حالت ښه ساتل شوی او د ثبت شويو فلمونو شمېر ۹۰۲ ته رسيدلی او د فلمي ټکيټونو عايدات شپېته مليارډه او ۹۰۰ مليونه يوانو ته رسيدلي چې دغه شمېر د لومړي ځل لپاره له شپېتو مليارډو يوانو څخه اوښتی او د وړم کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۹ اعشاريه صفر شپږ زيات شوی دی.د چين له خوا د ثبت شويو فلمونو ټکيټونو عايدات ۳۷ مليارډه ۸۹۷ مليونه يوانو ته رسيدلي چې دغه شمېر د فلمونو ټکيټونو د عمومي عايداتو په سلو کې ۶۲ اعشاريه ۱۵ برخه نيولې ده.په ښارونو کې د فلمونو د کتونکو شمېر يو مليارډ ۷۱۶ مليونه وو.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای