CRI Online

پاکستاني کارپوه: د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون برياليتوبونو ګردې نړۍ ته ګټې رسولې دي

cri     (GMT+08:00) 2019-01-02 15:41:47
پاکستاني کارپوه: د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون برياليتوبونو ګردې نړۍ ته ګټې رسولې دي

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلې کېدو د څلوېښتمې کاليزې د نمانځنې په لويه غونډه کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ وينا د پاکستان د کارپوهانو تود هر کلي مخ شوه. د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز د ظرفيت جوړونې مرکز مرستيال مدير ياسر مسعود څو ورځې مخکې زموږ له خبريال سره د مرکې په وخت کې وويل، د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون لاره له لوېديځو هېوادونو څخه يوه بېله او ځانګړې لاره ده، د اصلاحاتو او ورخلاصون برياليتوبونو يې نه يوازې د چين د خلکو ژوند ته ستر بدلونونه اړولي، بلکې نورو هېوادونو ته يې هم ګټې رسولې دي.

د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز د ظرفيت جوړونې مرکز مرستيال مدير ياسر مسعود وويل، کله چې هغه ماشوم و، له پلار څخه يې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون له کبله د رامنځته شويو بدلونونو په هکله واورېدل. هغه په ۲۰۱۴ کال کې چين ته لومړی سفر وکړ او د چين د پرمختګ او سمسورتيا په هکله حيران شو. هغه وويل چې د چين د پرمختګ لاره له لوېديځو هېوادونو څخه بېله ده. هغه وويل

((چين د خپل ځانګړتيا لرونکې لارې په وسيله يو پرانيستی هېواد ګرځېدلی. په نړۍ کې هر هېواد د ادارې خپله طريقه، خپل کلتور، دودونه او تاريخ لري. چين د خپل تاريخ او حالاتو له مخې د پرمختګ په اړه يوه ځانګړې او يوازنۍ لاره پرانيستلې. له دې څخه ښکاري چې چين د پرمختګ عادي شکل ته اړتيا نه لري. دې پر ما ډېره ژوره اغېزه او خاطره رابښلې ده.))

مسعود وويل، هغه تر څېړنو وروسته پر دې پوه شو چې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې تر پلې کېدو مخکې، د چين اقتصاد له زياتو ستونزو سره مخ و، چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې په پلې کولو سره توليدي توان په پر له پسې توګه لوړ کړی ، د خلکو د ژوند سويه يې ډېره لوړه کړې او بېوزلي يې تر ډېرې اندازې پورې له منځه وړې ده. هغه وويل ((له ۱۹۷۸ کال راهيسې، د چين د کورنيو توليداتو ارزښت د پرمختګ سرعت نهه سلنه يا لس سلنه ساتلی، په تېرو ۴۰ کلونو کې په نړۍ کې هېڅ هېواد د پرمختګ دغه سرعت نه دی درلودلی، نو دا د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارو يوه څرګنده لاسته راوړنه ده. اټکل کېږي چې تر ۲۰۲۰ کال پورې به په چين کې بېوزلي په پوره توګه له منځه يووړل شي. له چين نه پرته، هېڅ بل هېواد د بېوزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې دومره لوی برياليتوب نه دی تر لاسه کړی. د چين يادو تګلارو چينايانو ته سوله، سمسورتيا او ښه ژوند رسولی دی. ))

رئيس شي جين پينګ د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلې کېدو د څلوېښتمې کاليزې د نمانځنې په لويه غونډه کې وويل، چين به اصلاحاتو او ورخلاصون ته دوام ورکړي. که څه هم چين د پرمختګ په برخه کې ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي، خو چين به هېڅکله نورو هېوادونو ته ګواښ پېښ نه کړي. چين غواړي له نورو هېوادونو سره د پرمختګ تجربې شريکې کړي. مسعود وويل، د رئيس شي جين پينګ دغې وينا پر هغه باندې ډېره اغېزه کړې ده. هغه وويل، چين به يوه لا نوره سمسوره راتلونکې ولري. د چين پرمختګ د سيمې سمسورتيا او حتی د نړۍ سمسورتيا هم ده.

مسعود دې ته اشاره وکړه، پاکستان او ګرده نړۍ د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون له برياليتوبونو څخه ګټې تر لاسه کولی شي. هغه وويل

((د پاکستان نوی صدراعظم عمران خان تر لوړې وروسته تل د ټولنې او اقتصاد د اصلاحاتو لپاره ډېرې هڅې کړې. د ده موخه له بېوزلۍ څخه د خلکو رايستل او د خلکو د ژوند سويه لوړول دي. عمران خان له چين څخه د ليدنې په وخت کې د چين د برياليتوب شکل ستاينه وکړه او د چين د تجربو د خپلولو لپاره يې کوښښونه کړي دي. باور لرم چې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د تجربو زده کړې به د پاکستان او حتی ګردې نړۍ لپاره ستر اهميت لري. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای