CRI Online

چين په نړۍ کې لوی وارداتي هېواد دی

cri     (GMT+08:00) 2019-01-02 15:42:35

د چين د بېجينګ د دارالمعلمين د نړيوال اقتصادي او سوداګرۍ پوهنځي مدير پروفيسر وې هاو په مشري يو ګروپ څو ورځې مخکې په بېجينګ کې د ۲۰۱۸ کال لپاره د چين د وارداتي پرمختګ رپوټ خپور کړ. د رپوټ له مخې، له ۲۰۱۲ کال څخه تر ۲۰۱۷ کال پورې په نړۍ کې د چين د وارداتو خدمتي انډول ۲۲.۵ سلنې ته رسېدلی دی.

په رپوټ کې همدارنګه راغلي چې د اصلاحاتو او ورخلاصون له پلې کېدو راهيسې چين د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو څخه د وارداتو عمومي اندازې ثبات پرمختګ موندلی دی، په تېره بيا په ۲۰۰۱ کال کې د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې له شاملېدو راهيسې د چين د وارداتو عمومي اندازې چټک پرمختګ کړی. له ۱۹۷۸ کال څخه تر ۲۰۱۷ کال پورې چين د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو څخه د وارداتو عمومي ارزښت له ۱۰ ملياردو ۹۰۰ مليونرو څخه ۱۸۴۱ ملياردو ته زيات کړی او د نړۍ د وارداتو په عمومي اندازه کې د چين برخه له ۰.۹۳ سلنې څخه ۱۱.۵۹ سلنې ته رسېدلې ده او په ۲۰۱۷ کال کې په نړۍ کې په ټولو هېوادونو کې دوهم مقام هېواد ګرځېدلی دی چې په ۱۹۷۹ کال دې د ۲۳م مقام هېواد و.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای