CRI Online

د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د عمومي منشي شي جين پينګ وينا به د تايوان د بېلا بېلو ساحو د افکارو ازادي پياوړې کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-01-02 17:24:21

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون مشر شي جين پينګ د جنورۍ په دوهمه نېټه د تايوان وطنوالو په عنوان د علني پيغام د خپرېدو د څلوېښتمې کاليزې د يادونې په غونډه کې يوه مهمه وينا وکړه. د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ د اړيکو د سوله ييز پرمختګ او همغږيز نوښت مرکز اجرائيه مدير او د شيا مين پوهنتون د تايوان د څيړنيزې اکاډمۍ پروفيسر ليو ګوه شن په دې نظر دی چې په دغه وينا کې د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ د اړيکو د ټينګېدو هدف، لور، بنسټ، اصول، طرز او لارې چارې څرګندې شوې دي او دغه وينا به د تايوان د بېلا بېلو ساحو د افکارو ازادي پياوړې کړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای