CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت له امريکا څخه غوښتنه کوي چې د تايوان اړوند مسئلو پر وړاندې جدي او مناسب سلوک غوره کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-01-02 17:41:56

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د جنورۍ په دوهمه نېټه د وزارت په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې د تايوان مسئلې د چين کورنۍ چارې دي او د چين له اصلي ګټو او د چينايانو له ملي احساس سره تړاو لري، په دې برخه کې د نورو لاسوهنه نه منو. چين له امريکا څخه غوښتنه کوي چې د واحد چين پېژندنې د اصل او د چين او امريکا ترمنځ د درېيو ګډو اعلاميو د مقرراتو مراعات وکړي او د تايوان اړوند مسئلو پر وړاندې جدي او مناسب سلوک غوره کړي.

په دې وروستيو کې امريکا د ۲۰۱۸ کال د اسيا د بيا اطمينان عملي لايحه تصويب کړه. لو کانګ په دې هکله وويل، چې ياده لايحه د واحد چين پېژندنې له اصل او د چين او امريکا ترمنځ د درېيو ګډو اعلاميو له مقرراتو څخه سخته سرغړونه او د چين په کورنيو چارو کې بې ادبانه لاسوهنه ده. چين د امريکا له خوا د يادې لايحې له لاسليک سره خپله کلکه ناخوښي او مخالفت څرګندوي او په دې اړه يې امريکا ته جدي احتجاج څرګند کړی.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای