CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت: چين د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت او امريکا ترمنځ او د ديموکراتيکې کوريا او کوريا جمهوريت ترمنځ له ښه تګ راتګ څخه ملاتړ کوي

cri     (GMT+08:00) 2019-01-02 17:46:06

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د جنورۍ په ۲مه نېټه په خپله مطبوعاتي غونډه کې وويل، چين له اټومي وسلو څخه د کوريا ټاپووزمې د پاکولو لپاره د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت له يو لړ مهمو تدابيرو څخه ملاتړ کوي او د ديموکراتيکې کوريا او امريکا ترمنځ او د ديموکراتيکې کوريا او کوريا جمهوريت ترمنځ له ښه تګ راتګ څخه ملاتړ کوي.

لو کانګ وويل، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د تېر کال د دسمبر په ۲۹مه نېټه د امريکا د ولسمشر ډونالډ ترمپ په بلنه له نوموړي سره په تېليفوني اړيکه کې وويل، چين له دې څخه ملاتړ کوي چې ديموکراتيکه کوريا او امريکا متقابل ډيالوګ ته دوام ورکړي او برياليتوب تر لاسه کړي. هيله لرو چې يادې دواړه خواوې متقابل احترام او مناسبه علاقه ولري، په نوي کال کې له اټومي وسلو څخه د کوريا ټاپووزمې د پاکولو او د سوله ييز ميکانيزم د جوړولو په بهير کې پرمختګ تر لاسه کړي. په دې برخو کې به چين په دوامدار ډول خپل رول ولوبوي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای