CRI Online

تبصره: تايوان به د چيني ملت د بيا سمسورتيا په بهير کې ونډه ولري

cri     (GMT+08:00) 2019-01-02 19:08:19

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جنورۍ په دوهمه نېټه د تايوان وطنوالو په عنوان د علني پيغام د خپرېدو د څلوېښتمې کاليزې د لمانځنې په غونډه کې يوه مهمه وينا وکړه. نوموړي په دغه وينا کې په تېرو اوياوو کلونو کې د تايوان تنګي د دواړو غاړو د اړيکو د پرمختګ تاريخ ته اشاره وکړه او په نوې زمانه کې يې د دغو اړيکو د سوله ييز پرمختګ او د هېواد د سوله ييز يووالي د پياوړتيا په اړه پنځه فقيره ييز وړانديز وکړ. نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې چين حتمي يووالی او خامخا يووالی شي او تايوان به د چيني ملت د بيا سمسورتيا په بهير کې ونډه ولري. د چين يووالی به بېلا بېلو هېوادونو ته لا زيات پرمختيايي فرصتونه برابر کړي.

په دغه وينا کې همدارنګه د چين د سوله ييز يووالي لپاره ډېر اخلاص او ښه نيت څرګندېږي او هم د تايوان ځينو بېلتون غوښتونکو او بهرنيو خواوو ته اخطار ورکړل شوی. له دغې وينا څخه د هېواد د حاکميت او د خاورې د بشپړتيا د ساتلو په اړه د چين د واکمن ګوند او حکومت ټينګ هوډ او اراده څرګندېږي. دغه وينا په نوې زمانه کې د چين د يووالي لپاره بنسټ او اصل دی.

څلوېښت کاله مخکې، کله چې د چين ملي ولسي کانګرس د تايوان وطنوالو په عنوان علني پيغام خپور کړ، په م م کې د چين ولسي جمهوريت ټول حقه حقوق اعاده شوي وو او نړيواله تولنه په دې نظر وه چې تايوان د چين يوه نه جلا کېدونکې برخه ده. په هغه وخت او اوضاع کې دغه پيغام د يو چين پر پيژندنې ټينګار وکړ او وړانديز يې وکړ چې د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ پوځي مخامختيا دې ختمه شي، د دواړو غاړو ترمنځ دې پوست، سوداګري او الوتنې شروع شي او د دواړو غاړو ترمنځ دې تګ راتګ پراخ شي، تر څو دوه اړخيزې اړيکې د سوله ييز يووالي مرحلې ته ننوتلی شي.

رئيس شي جين پينګ په خپله وينا کې په تېرو اوياوو کلونو کې د دواړو غاړو ترمنځ د پوست، سوداګرۍ او الوتنو د تګ راتګ، د نهه دوه ګډو نظريو په رڼا کې د خبرو اترو او سلامشورو، په سوله ييزه توګه د تايوان مسئلې د حلولو په اړه د تګلارو او غوښتنو، په دې مناسبت د نړيوالې ټولنې د تفاهم او ملاتړ او د تايوان له جلا غوښتونکو سره د مقابلې په برخو کې تر لاسه شوې لاسته راوړنې يادې کړې دي. نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې هغه دوه ټکي بدل نشي بدلېدای، یعنې تايوان د چين يوه برخه ده، د تايوان تنګي دواړې غاړې د چين برخې دي چې دا تاريخي او قانوني حقيقت دی. هېڅوک او هېڅ خواوې به دغه حقيقت بدل نه شي کړای. د دواړو غاړو خلک چينايان دي او دواړو غاړو د خلکو ترمنځ د وينو په شان نژدې ملي احساسات شتون لري او تل يو له بل سره مرسته کوي. هېڅوک او هېڅ خواوې به دغه احساسات بدل نه شي کړای. بر سېره پردې، نوموړي په خپله وينا کې بيا تائيده کړه چې هغه دوه حالات مخه نه شي نيولی، يعنې هيڅوک او هيڅ خواوې به د تايوان تنګي د سوله ييز او ثابت پرمختګ او د دوه اړخيزو اړيکو د نژدې کېدو په اړه د زمانې د څپو مخنيوی ونشي کړای. هېڅوک او هېڅ خواوې به د هېواد د قوي کېدو، د ملت د بياسمسورتيا او د دواړو غاړو د يووالي په اړه د تاريخي څپو مخنيوی ونشي کړای. دا په تېرو اوياوو کلونو کې د دواړو غاړو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ تجربې دي او په راتلونکې کې د تايوان مسئلې د حلولو او د چيني ملت د بيا سمسورتيا لارښوونه ده.

د څلوېښتو کلونو راهيسې، د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلي کېدو په رڼا کې چين نوې زمانې ته داخل شوی او د پخوا په پرتله د چيني ملت د بيا سمسورتيا هدف ته ډېر نژدې شوی دی چې په دې مناسبت د دواړو غاړو ترمنځ د سوله ييز يووالي بهير لا کلک بنسټ او پاخه شرايط لري. تايوان هم مني چې د چين لويې وچې د دواړو غاړو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ لارښوونکی واک او ابتکار تر لاسه کړی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای