د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د روسيې د دفاع وزارت د جنورۍ په ۲مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې په ۲۰۱۹ کال کې به د روسيې ځمکني ځواکونه په ۷ نړيوالو ګډو پوځي تمرينونو کې ګډون وکړي.
د روسيې د دفاع وزارت په ويبپاڼه کې د خپرې شوې اعلاميې له مخې،د ۲۰۱۹ کال د نړيوالې پوځي همکارۍ له پلان سره سم،د روسيې ځمکني ځواکونه به په مصر،هند ،مغولستان او تاجکستان کې ګډو پوځي تمرينونو کې ګډون وکړي. بر سېره پر دې، د روسيې د جنوبي سيمې جنګي ځواکونه به د الجزاير او پاکستان له ځواکونو سره د روسيې د انداخت په ميدان کې تمرينونه وکړي.
په ۲۰۱۸ کال کې روسيې په جلا جلا توګه له مصر،هند ، پاکستان او مغولستان سره څو نړيوال ګډ تمرينونه تر سره کړل.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |