CRI Online

د شي جين پينګ ځانګړي استازي جي بينګ شيوان د برازيل د نوي ولسمشر د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2019-01-03 10:56:05

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ځانګړي استازي او د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې مرستيال رئيس جي بينګ شيوان د جنورۍ په لومړۍ نېټه د برازيل په پلازمېنه برازيليا کې د دغه هېواد د نوي ولسمشر جاير بولسونارو د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړ او د روانې مياشتې په ۲مه نېټه له ولسمشر بولسونارو سره وکتل.

جي بينګ شيوان بولسونارو ته د رئيس شي جين پينګ نيکې هيلې او پېرزوينې وړاندې کړې او د رئيس شي پيغام يې ورته وسپاره.

بولسونارو له رئيس شي څخه مننه وکړه چې د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره يې خپل ځانګړی استازی راليږلی دی او له جي بينګ شيوان څخه يې وغوښتل چې رئيس شي جين پينګ ته د ده نيکې هيلې او پيرزوينې وړاندې کړي. بولسونارو وويل چې چين او برازيل دواړه لوی هېوادونه دي.د برازيل نوی حکومت له چين سره همکارۍ ته په درنه سترګه ګوري او غواړي د برازيل او چين اړيکو د پياوړتيا لپاره کوښښ وکړي.د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو امکانات به يقينا ښه او برابر وي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای