CRI Online

چين د کرنې او کليوالو سيمو پرمختګ ته لومړيتوب ور کوي

cri     (GMT+08:00) 2019-01-03 15:28:16

په دې وروستيو ورځو کې د چين د مرکزي حکومت د کليوالو کارونو غونډه تر سره شوه او برخه والو په روان او راتلونکو کلونو کې د چين د کرنې، کليوالو سيمو او بزګرانو په تړاو لازمو دندو ته پاملرنه وکړه.د چين حکومتي چارواکي او د کرنې کارپوهان په دې اند دي چې په دې غونډه کې تائيد شوي چې چين به په دوامداره توګه د کرنې او کليوالو سيمو پرمختګ ته لومړيتوب ور کړي او د کورنيو او بهرنيو حالاتو د بدلېدو پر وړاندې به د کليوالو سيمو د اصلاحاتو او پرمختګ له نوې غوښتنې سره سم د کرنې او کليوالو سيمو د عصري کېدو په بهير کې نوی ګامونه اوچت کړي.

۲۰۱۹ کال د چين له خوا د يوې شتمنې ټولنې د ابادۍ په غرض د لومړۍ سل کلنې موخې د تر سره کېدو کليدي کال دی.د يادې غونډې د روحيې له مخې چين بايد د کرنې او کليوالو سيمو پرمختګ ته پر لومړيتوب ور کولو ټينګار وکړي ،د کليوالو سيمو د سمسورتيا ستراتيژي دې پلی کړي او له معيارونو سره سم دې د يوې شتمنې ټولنې د ابادۍ لپاره لازمې دندې تر سره کړي.د بې وزلۍ له منځه وړل د يادې ټولنې د ابادۍ بنسټيزه دنده ده.

په دې هکله د چين د کرنې او کليوالو سيمو وزير هان چانګ فو په دې وروستيو ورځو کې د چين د کرنې د کليوالو چارو د ادارو مشرانو په غونډه کې د ۲۰۱۹ کال لپاره د بې وزلۍ د له منځه وړلو کارونو مهم ټکي وړاندې کړل. هغه وويل اړوندې څانګې بايد د بې وزلۍ د له منځه وړلو په موخه د درې کلنو کارونو د تر سره کولو لپاره هڅې وکړي ، په فعاله توګه دې د اړوندو تګلارو، پلانونو او لايحو په جوړولو کې برخه واخلي او پروخت دې د دغو تګلارو او تدبيرونو د پلي کولو په باب معلومات تر لاسه کړي.د دې ترڅنګ بېلا بېلې څانګې بايد د اړوندو چارو د پرمختګ له لارې له بې وزلو کسانو سره مرستې وکړي ، د شي ځانګ،يون نان او شه چوان په شمول ډېرو غريبو سيمو او ځانګړو بې وزلو کسانو ته دې پاملرنه وکړي او د نوي اقتصادي موډل د پرمختګ ،د کرنيزو توليداتو د توليدي او پلورنې پروسې د اسانېدو او د علمي او تخنيکي استعداد لرونکو کسانو د لازياتو مرستو له لارې دې د بې وزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې تر لاسه شوې لاسته راوړنې وساتي او بې وزلۍ ته د هغو کسانو د بيا ننوتلو مخنيوی دې وکړي چې له بې وزلۍ څخه يې ځانونه ژغورلي دي.سربېره پردې بايدد بې وزلۍ د له منځه وړلو او د کليوالو سيمو د سمسورتيا د کارونو د پيوستون لارې چارې پيدا شي.

په راتلونکې کې به د چين بې وزلي کسان د خواړو او جامو د کمښت له ستونزو څخه ووځي او د اجباري ښوونې،بنسټيز طب او د کورونو د ډاډمنتيا په برخه کې به ضمانت تر لاسه کړي.د چين د کرنې پوهنتون پروفيسر چن هنګ په دې اند دی چې په دې جمله کې طبي خدمتونه مهم ټکی دی.هغه وويل تر اوسه هغه دوه مسئلې په بنسټيزه توګه حل شوې چې له مخې يې بې وزلو کسانو خواړه او جامې نه شوې اخيستلی .خو اوس دا مسئله د پاملرنې وړ ده چې ډېر کسان په سختو ناروغيو د اخته کېدو له امله بيا له بې وزلۍ سره مخ شوي دي.نو د طبي لګښتونو په برخه کې به زمونږ طبي خدمتي اورګانونه دغو کسانو اويا معيوبينو ته څومره يوانه اجرا ور کولی شي؟دوهم ايا زمونږ حکومت د بې وزلو کسانو لپاره اضافي سوداګريز طبي بيمه واخلي او که نه ؟ په ياده غونډه کې د کليوالو سيمو اصلاحات هم بل مهم ټکی دی .د غونډې له غوښتنې سره سم بايد په هر اړخيزه توګه په کليوالو سيمو کې اصلاحات تر سره شي ، په دغو سيمو کې دې د ځمکني نظام اصلاحات ژور شي او د کرنې اداري لارې چارې دې ابتکاري شي او له کرنيزو چارو څخه د ملاتړ او د دغو چارو د ساتنې اړوند نظام دې هم بشپړ شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای