CRI Online

په بهرنيو هېوادونو کې مېشتو چينايانو او چيني الاصله بهرنيانو د تايواني وطنوالو په عنوان د علني پيغام د خپرېدو د څلوېښتمې کاليزې په يادغونډه کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د عمومي منشي شي جين پينګ مهمې وينا ته ډېره پاملرنه کړې

cri     (GMT+08:00) 2019-01-03 14:58:12

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د تايواني وطنوالو په عنوان د علني پيغام د خپروېدو د څلويښتمې کاليزې يادغونډه د جنورۍ په دويمه نېټه د خلکو په لوی تالار کې تر سره شوه چې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ په کې ګډون وکړ او يوه مهمه وينا يې وکړه. په نورو هېوادونو کې مېشتو چينايانو او چيني الاصله بهرنيانو په جلا جلا توګه څرګنده کړه چې تايوان د چين نه بيليدونکې برخه ده او د تايوان تنګي دواړه غاړې د اتحاد تمايل لري. د شي جين پينګ وينا د دواړو غاړو تر منځ د اړيکو د پرمختګ لپاره مهم لارښوونکي اهميت لري او په نوې زمانه کې د دغو اړيکو د پرمختګ لپاره يې لوری روښانه کړی دی.

د جاپان د تويو ګاکوين پوهنتون پروفيسر جو جيان ژونګ وايي چې عمومي منشي شي جين پينګ واقيعتونو ته په کتو رغنده وړانديز کړی چې د تايوان تنګي د دواړو غاړو تر منځ د اړيکو او د ملت د راتلونکې په هکله د ديموکراتيکو سلامشورو د تر سره کولو او د دغو اړيکو د سوله ايزې پرمختيا په هکله د ميکانيزمونو جوړولو په اړه مهمې نظريې په نوې زمانه کې د تايوان په باب د کارونو لپاره لارښوونکی اهميت لري.

د اندونزيا د کوران بارو ورځپاڼې عمومي ايډېټر لي جو هوې وايي چې عمومي منشي شي جين پينګ په خپله وينا کې تايواني وطنوالو ته صميميت او ميلمه پاله چلند ښودلی او د اړوندو مسئلو د حلولو لپاره يې تر ټولو هوسا او عملي کوونکی لايحه وړاندې کړې، د تايواني وطنوالو د ټولو حقونو او ګټو درناوی يې کړی او په فکرونو کې يې نيولي دي.

د استراليا د شانګهايانو د ټولنې افتخاري مشر جانګ جي شن وويل چې د عمومي منشي شي جين پينګ وينا په نورو هېوادونو کې چينايانو او چينايي الاصله بهرنيانو ته باورونه رسولي دي.

په بريتانيا کې د چينايانو او چيني الاصله بهرنيانو د چين د اتحاد د هڅونې ټولنې سرمنشي جو ليانګ وې وويل چې د عمومي منشي شي جين پينګ وينا رنګارنګ محتويات لري، زغمونکې رويه پکې غوره شوې او له احساساتو او هيلو څخه ډکه وينا ده. په دغه وينا کې نوموړي نه يوازې د چينايانو هيلې راټوکولي، بلکې د تايوان تنګي د دواړو غاړو د اړيکو د ټينګښت لپاره هم مهم لارښوونکی اهميت لري.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای