د چين د اقتصاد ورځپاڼې د خبر له مخې، د ۲۰۱۸ کال د ډسمبر په ۳۱مې نيټې په يوه بجه، د ايکس ۹۴۰۱ په نوم د روان کال زرم مال وړونکی اورګاډي په اورموچي کې د چين او اروپا تر منځ د تګ راتګ د اورګاډو د راغونډېدلو له مرکز څخه د اروپا په لور حرکت وکړ. په همدې ورځ نورو دوو اورګاډو هم حرکت کړی دی. د مالوماتو له مخې تېر کال له دغه مرکز څخه د تګ راتګ په برخه کې د اورګاډو شمېر ۱۰۰۲ ته رسيدلی چې د وړم کال په نسبت ۴۱اعشاريه ۲سلنه زيات شوی دی.
دغه مرکز د ورخلاصون او تګ راتګ لپاره يو مهم ترافيکي ځای دی چې د اوسپنيزو لارو د اورموچي څانګې لخوا جوړ شوی او دغه مرکز په توليدي چارو کې د شينجيانګ او د هېواد د نورو برخو تر منځ همکارۍ او په شينجيانګ کې د پرانيستي اقتصاد پرمختيا ته د صادراتو مهمه صحنه برابر کړې او برابروي يې.
تر اوسه پورې دغه مرکز د هېواد په دننه کې له ۸۲ تصديو سره همکاريزې اړيکې جوړې کړي چې د اورګاډو په وسيله د ليږدونکو مالونو سرچينې د ګوانګ دونګ، جه جيانګ، سي چوان او شان دونګ ولايتونو او د بېجينګ، شانګهای او چونګ چينګ ښارونو په شمول په زياتو ځايونو پورې اړه لري او د لاينونو شمېر يې ۲۰ ته رسيدلی او دغه لاينونه د اسيا او اروپا د نولسو هېوادونو او سيمو ۲۶ ښارونو ته غځيدلي دي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |