CRI Online

د چين د دولتي شورا په يوه نوبتي غونډه کې د ازادې سوداګرۍ سيمې د پرمختيا لپاره د اصلاحاتي تدبيرونو سپارښتنې وشوې

cri     (GMT+08:00) 2019-01-03 15:17:52

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د جنورۍ په ۲ مه نېټه د چين د دولتي شورا د يوې نوبتي غونډې مشري وکړه اود نړيوالې پرمختللې سويې سره سم د ازادې سوداګرۍ سيمې د پرمختيا په هکله يې سپارښتنې وکړې تر څو د لوړې سويې يو پرانستونکی ډګر جوړ شي. په دغې غونډې کې دا پرېکړه هم وشوه چې چين به په اسانو اصلاحاتي تدبيرونو لاس پورې کړي او د شرکتونو ستونزې به حل کړي.

همدارنګه په دغه غونډه کې دا يادونه هم وشوه چې د کمونېست ګوند او د دولتي شورا د ترتيباتو او د ورخلاصون د نوي جوړښت د پرمختيايي پرېکړې له مخې به د ازادې سوداګرۍ سيمې چاپيريال په هراړخيزه توګه بشپړ شي، د سوداګرۍ په برخه کې د پانګونې لپاره به اسانتياوې برابرې شي او دا به د بهرنۍ شوداګرۍ او د خارجي پانګونې د ثابت پرمختګ لپاره ګټور وي، صادرات او واردات به په مناسب ډول وساتي، د ورخلاصون يو لوی ډګر به جوړ شي او هم به د کورني بازار د پرمختيا لپاره ګټور تمام شي او کورنۍ اړتياوې به نوره هم پوره کړي.

په دغه غونډه کې داسې پرېکړه وشوه لومړی: د شرکتونو کورنۍ سوداګري دې اسانه شي. دوهم: د څېړنېز نوښت دې پياوړې شي. درېيم: د مالونو لېږد رالېږد اسانتياوې دې پرمخ لاړې شي. څلورم: نوی صنعت دې جوړ شي. پنځم: د ازادې سوداګرۍ سيمه کې دې د ازادې سوداګرۍ ازمويښتي ناحيې تجربه پراخه شي تر څو په بېلا بېلو سيمو کې د ګمرکونو ځانګړې څارنې ښې تنظيم او لوړې شي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای