CRI Online

د QR کوډ له لارې د ګرځنده تاديې طريقه ډېره کارول کېږي

cri     (GMT+08:00) 2019-01-03 15:50:36

د اقتصادي معلوماتو ډېلي ورځپاڼې د چين د تادياتو ټولنې د ګرځنده ټلېفون او انټرنېټ له لارې د تادياتو د کاري کميټې څېړنيز راپور خپور کړ. په دغه راپو کې د ۲۰۱۸ کال د ګرځنده تادياتو د کاروونکو نظريې څېړل شوي، د دوی په وينا د ګرځنده ټلېفون تاديه اساسا د ژوند د مصرف او پانګونې پورې اړه لري. د پيسو د تاديه کولو طريقه د QR کوډ په وسيله تر سره کېږي . د ګرځنده تاديې طريقه د مصرفوونکو لخوا د QR کوډ له لارې ډېره کارول کېږي. د QR کوډ تاديه د ډېرو مصرفوونکو لخوا منل شوې ده او په پراخه توګه د پرچون ، خوراکونو ، عامه ترانسپورت په ګډون زياتو ساحو کې کارول کېږي.

له ياد راپور سره سم، په سلو کې ۸۰ اعشاريه ۱ مشتريان هره ورځ د ګرځنده تادياتو کاروي چې دغه شمېر د ۲۰۱۷ کال په پرتله ۱ اعشاريه ۴ سلنه لوړ شوی دی.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای