د سين هوااژانس د خبر له مخې، د چين د ټولنيزو علومو اکاډمۍ د چيني تاريخ انسټيټيوټ د ډسمبر په ۳مه نېټه په بېجينګ کې جوړ شو. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ نوموړي انسټيټوټ ته د مبارکۍ پيغام واستوه او د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې په استازيتوب يې هغوی ته توده مبارکي څرګنده کړه او تاريخ پوهانو ته يې د درناوي مراتب وړاندې کړي دي.
د همدې ورځې پر سهار په نوې زمانه کې د چين د تاريخ د څيړنې غونډه يعنې د چيني تاريخ د انسټيټيوټ د پرانيستلو مراسم په بېجينګ کې تر سره شول او په غونډه کې د شي جين پينګ دغه پيغام ولوستل شو. د چين د کمونېست ګوندد مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي، د چين د تبليغاتو چارو وزير هوانګ کون مينګ د دغه انسټيټيوټ د پرانيستلو په مراسمو کې ګډون او وينا وکړه. هغه وويل چې بايد د عمومي منشي شي جين پينګ د هدائيت مهمې روحيې مراعات شي، په واقعي توګه په نوې زمانه کې د چيني تاريخ د څيړنې دندې تر سره کړي، پر سمې سياسي لورې ټينګار وکړي، په پر له پسي ډول د چيني تاريخ د څيړنې سويه لوړه کړي او د چيني ملت د بيا سمسورتيا لپاره وړخدمتونه تر سره کړي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |